د افغانستان په اړه د امریکا نوې آرزیابي خپره شوه
سلام خان سلام خان

په افغانستان کې د جنگ په اړه چې د امریکا د حکومت کومه تازه ارزیابي نن خپره شوي ده ، په دې خبره باندې په کې ډېر ټینگار شوی دی چې د طالبانو او القاعدې پر خلاف په جنگ کې د امریکا ترمشرۍ لاندې ایتلافي قواو پرمختگ کړی دی خو اوس هم ډېرې ستونزې او ازمونونه موجود دي،دامریکا ولسمشر باراک اوباما دافغانستان دجنګ دتګ لاری دارزیابی درپورټ دخپریدو په طرڅ کی وویل چی دافغانستان جګړه لا هم دامریکا لپاره یوه ډیره مشکله غوټه ده.خولا وخت ته ضرورت دی تر ځوخپل هدف ته ورسیږو،دالقاعدی شبکه چی په امریکا یی حمله کړی وه دګډوډی په حال کی ده او امریکا وهدف ته درسیدو پخاطر دپام وړ حرکت کړی دې ، دالقاعدی او طالبانو قوت مخ په کمیدو دي.

د امریکا ولسمشربارک اوباما  همداراز دنوې ارزیابی دخپریدو په مهال پر پاکستان ږغ وکړ چې په خپله خاوره کې د تروریستانو د خوندي ځالو او پناهځایونو د ویجاړولو لپاره د هغوی پرضد جګړه تېزه کړي،(پاکستان باید په خپله خاوره کی دتروریستانو ځالي وراني کړي)،په نوی تګ لاره کی ویل شوی دي چی دپاکستان له لوری شوی اقدامات په کافی اندازه چټګ نه دي

ولسمشراوباما په عین حال کې د قبایلي سیمو په شمول د پاکستان په خاوره کې د سخت دریځو په وړاندې د پاکستان د هلوځلو هرکلی وکړ او ویې ویل :«دا پرمختګونه پوره چټک نه ول، نو موږ پر پاکستاني مشرانو فشار راوړو چې په خپله خاوره کې د تروریستانو پناهخایونه له منځه یوسي

په بیا کتل شوې ستراتیژۍ کې ویل شوي چې امریکا به د راتلونکي کال له نیمايی څخه له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او په ۲۰۱۴ کې به د ټولو امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته سپاري

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ گیبز خبریلانو ته وویل چې د جنگ په اړه به دامریکا په موجوده پالسۍ کې چندانې زیات بدلونونه نه دی راغلي او نه به دا ارزېابي ددې باعث شي چې بل کال د افغانستان نه دامریکايي عسکرو د را ایستلو په پلان کی کوم بدلون راشي

گېبز وویل چې په ارزېابۍ کې د افغانستان د جنگ په اړه د پاکستان او امریکا ترمنځ لا زیاتې همکارۍ ته اشاره شوې ده.خو د امریکا د استخباراتو دملي اټکل دوه تازه راپورونه چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون خپاره کړل، وایي چې پاکستان په قبایلي سیمو کې د افغانستان د سرحدونو سره څېرمه د طالبانو پر خلاف دپوځی اقدام نه ډډه کوي او له همدې کبله په افغانستان کې د امریکا پوځي کوښښونه د ستونزو سره مخامخ کېږي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه خپل تحلیل چې عنوان یې دی (د پاکستان او امریکا په ګټو کې بېلتون راغلی) په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د یوه مقام په دې وینا پیل کوي، چې د پاکستان نقشې ته اشاره کوي، پر شاوخوا یې یوه لویه کړۍ رسموي او وایي، دا هغه ستونزه ده چې موږ یې باید حل کړو.

دا مقام له هغه وروسته د شمالي وزیرستان د قبایلي سیمې چارچاپېره یوه وړه کړۍ کاږي او وايي، موږ پر دې سیمه د ډېر تمرکز له امله له خطر سره مخامخ یو

دا امریکايی پوځي مقام زیاتوي، دی وېره لري چې په واشنګټن کې د پاکستان په اړه بحثونه ډېر پردې غوښتنه متمرکز دي چې د پاکستان پوځ باید په شمالي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیات وکړي، څو افغانستان ته د هغوي د ننوتلو مخه ونیسي او دا هغه غوښتنه ده چې د دې امریکايي مقام په وینا، د پاکستان د پوځ په وس نه ده پوره، ځکه چې ځواکونه یې ډېر کم خو ډېر خواره واره دي

 امریکا څومره چې پر پاکستان د دې عملیاتو د پیل لپاره فشار راوړي، پاکستان هومره مقاومت کوي او د دې علت د ورځپاڼې په وینا ډېر واضح دی او هغه دا چې د دې دواړو متحدانو ګټې له یو بل سره توپیر لري.

امریکا چې په افغانستان کې ځواکونه لري، دا اقدامات همدا اوس غواړي خو پاکستان چې د ټول هېواد په کچه د تروریزم له ګواښ سره مخامخ دی،غواړي چې ډېر پر خپلو کورنیو ستونزو تمرکز وکړي

 د دواړو هېوادو چارواکي پر یو بل د دوه مخي چلند او بې اعتمادۍ تورونه لګوي خو د واشنګټن پوسټ په وینا دا تورونه یوازې د وضعیت له خرابۍ سره نوره مرسته کوي

 د پاکستان د نقشې مخې ته ولاړ د امریکا پوځی مقام وايي، واشنګټن باید دا درک کړي چې پاکستان له اضافي ځواک پرته د نوېو عملیاتو د پیل وس نه لري او دا پر پاکستان د انتقاد په معنا نه، بلکې یو حقیقت دی

خو په هغه تحلیل کې چې فایننشل ټایمز ورځپاڼې پرهمدې موضوع خپور کړی د یوه جګ پوړي امریکايي مقام له قوله ویل شوي چې که امریکا په پاکستان کې د طالبانو د روزنې د مرکزونو د بندولو لپاره د اسلام اباد په وړاندې سخت چلند غوره نه کړي، نو په افغانستان کې د ناټو کمپاین به ډېر ژر له ناکامۍ سره مخامخ شي

په کندهار کې په ملکي چارو کې د امریکا پخواني جګ پوړي استازي بل هریس چې تېره میاشت یې له خپلې دندې څخه لاس واخیست، له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي، له پاکستان سره د اړیکو د پراخولو لپاره د واشنګټن هڅو په تېر یو کال کې له پاکستانه افغانستان ته د افراطي وسله والو د اوښتو مخه ونشوای نیولای

 هریس زیاتوي، امریکا د راتلونکو لسو کلو لپاره د اسلام اباد حکومت ته ډېرې زیاتې پیسې ورکړې او دا د حیرانۍ کومه خبره نه ده چې دې امتیازونو پاکستان ته سخت خوند ورکړی

د نوموړي په وینا په داسې حال کې چې په پاکستان کې د وسله والو اډې فعالې دي که امریکا هڅه وکړي چې په افغانستان کې جګړه د بریالیتوب پړاو ته ورسوي نو ډېر ژر به له ناکامۍ سره مخامخ شي

فایننشل ټایمز لیکي، د ښاغلي هریس څرګندونې په امریکا کې د هغو زیاتېدونکو اندېښنو ښودونکې ده چې د امریکا له زیاتو مالي مرستو سره سره د پاکستان استخباراتي ادارو د افغان طالبانو له ملاتړ څخه لاس نه دی اخیستی.پای یادونه : دروحی اوروانی ناروغانو داعلاج په خا طر پورته مطلب دواشنګتن پو سټ اونیویارک ټایمر دورځپاڼو دتحلیل په اساس تهیه شوی دي. هیله لرم دمریضی په هکله یی مفید تمام شې

 


December 17th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات